top of page

پۀ ژمي کې د پوستکي د روغتيا لپاره باید لاندي معلومات تعقیب کړو .



کله چې د تودوخې درجه ښکته شي، د وچې او سړې هوا جریان د پوستکي د وچوالي سبب ګرځي، چي د مخنیوي پۀ موخه یې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لېدل کېږي، تر څو د پوستکي تازه والی او ښېرازي خوندي وساتل شي. د دې لپاره چې دغه موخه مو تر لاسه کړي وي، باید لاندې ټکي پۀ پام کې ونیول شي.

۱👈 د صابون او فیس واش پۀ څېر د پياوړو او تخریش کوونکو وېنځونکو توکو له کارونې څخه لږ ګټه واخلئ. که چېرته مو پوستکی وچ وي، نو له ګلسرین او الویرا لرونکو صابونونو او وینځونکو توکو څخه ګټه پورته کړئ.

۲👈 د ځان وېنځلو وخت مو را لنډ کړئ او د حمام کولو پۀ وخت کې له تړمو اوبو څخه ګټه پورته کړئ، ځکه چې ډېرې ګرمې اوبه د پوستکي غوړ له ځان سره وړي او د پوستکي د وچوالي سبب ګرځي، نو له ځان وینځلو څخه وروسته سملاسي پۀ مرطوب کوونکو کریمونو خپل پوستکی غوړ کړئ.

۳👈 د لمر ضد کریمونو څخه هر وخت یعنې د ژمي پۀ ګډون، د کال پۀ هر فصل کې ګټه پورته کړئ. تل د هغو لمر ضد کریمونو څخه استفاده وکړئ چې د لمر د وړانګو په مقابل کې د پوستکي د خوندیتوب چټک طیف ولري. یعنې له یوه پلوه له الترا ویولیت وړانګو څخه د پوستکي مخنیوی وکولی شي او له بل لوري مرطوب کوونکی خاصیت هم ولري. پۀ یخ فصل کې د ورته توکو استعمال ته زیاته ترجیح ور کول کېږي. لمر ضد کریمونه باید لږ تر لږه له ۱۵ تر ۳۰ پورې محافظتي فکتورونه ولري او باید د لمر له وړانګو سره تر مخ کېدلو ۲۰ دقیقې دمخه استعمال شي. خو که چېرته د اوږدې مودې لپاره د لمر له وړانګو سره مخ کېږئ، نو اړینه ده چې هر دوه ساعته وروسته له لمر ضد کریم څخه استفاده وکړئ.

۴👈 د کال په یخ موسم کې د اوبو څښل مه هېروئ او هڅه وکړئ تر څو په ورځ کې لږ تر لږه ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ. شین چای چې په خپل ترکیب کې د انتي اکسیدانتونو زیات مقدار لري، د پوستکي د خونديتوب لپاره خورا ګټور دی. څنګه چې د کال په سړو فصلونو کې د تندې احساس کمېږي ، نو د تندې د مخنیوي په موخه نه، بلکې د پوستکي د خوندیتوب او نور بدن ته د اوبو د ګټو له کبله باید د بسنې تر کچې اوبه وڅښل شي.

۵👈 د کبانو او پیستو په څېر د امګا ۳ لرونکو غذایي موادو خوړل په ساړه موسم کې د پوستکي د خوندیتوب لپاره ډېره ګټه لري.

۶👈 د هیمودفایر په څېر له بخار جوړونکو سېستمونو څخه استفاده کول چې د پوستکي د تازه والي او د وچوالي د مخنیوي سبب کېږي، ډېر ګټور دی، خو په خواشینۍ سره چې له ورته سېستم څخه په افغانستان کې ګټه نه اخیستل کېږي.

۷👈په وچ او ساړه موسم کې خپلو شونډو ته هم پاملرنه وکړئ او هڅه وکړي چې خپلې شونډې هم د سړې هوا له جریان څخه خوندي وساتئ، تر څو لندې او تازه پاتې شي. البته د ژبې په واسطه د شونډو لندوالی د شونډو د زیات وچوالي سبب ګرځي. نو د شونډو د وچوالې او سختوالې له احساس سره جوخت له مرطوب کوونکو کریمونو څخه استفاده وکړئ.

 
 
 

Comments

Rated 0 out of 5 stars.
No ratings yet

Add a rating
  • Instagram
  • Facebook
  • Twitter
  • LinkedIn
  • YouTube
bottom of page