د کیلی حیرانوونکی گټی
- تیم بلاگ نویس داکتریاب
- Nov 20, 2023
- 1 min read

کیله یوه له هغو میوو څخه ده چې د ګټورو موادو او ویټامینونو سربیره په زیاته اندازه پوتاشیم لري.
پخې کیلې چې تورې داغونه لري، د تازه کیلې په پرتله ۸ برابره د سرطان ضد خاصیت لري.
- که غوسه او خفه یاست، کیله وخورئ.
- کیله جنسي قوت پیاوړی کوي.
کیله د زړه روغتیا لپاره ډیره ګټوره ده.
په منظمه توګه د کیلو خوړل د وینې لوړ فشار، د شریانونو سکلیروسیس یا د وینې رګونو سختیدو او د زړه حملې څخه هم د دوراني سیسټم مخه نیسي. د امریکا د خوړو سازمان کیله د وینی د فشار د درمل او د زړه د حملې او د مغزی حملې په وړاندې د زړه محافظت په توګه یادوي.
د جاپاني ساینس پوهانو د څېړنو له مخې، د هغو مېوو له جملې څخه چې د سرطان ضد خاصیت لري (انګور، مڼې، هندواڼې، اناناس، ناک او املوک)، کیله د سپینو حجرو په زیاتولو او د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا او د سرطان د حجرو په ماتولو کې زیات رول لري.
او د (TNF) اندازه د نورو میوو په پرتله په پخه کیله کې ډیره ده.
له دې وروسته ژېړی او تازه کیلې مه خورئ او تر هغه وخته پورې انتظار وکړئ چې توری شي او تور داغونه پري ولگی، بیا یې وخورئ ځکه چې پخې کیلې د د تازه کیلو په په پرتله اته چنده زیات TNF لري، په بل عبارت، دوی اته ځله د سرطان ضد خواص لریي.
دکیلو په خوړلی کی اسراف مکوی ځکه چی تاوان لری .
Comentarios